ایران په کور دننه تولید شوی واکسین'کووایران برکت' تایید کړ 

د کووایران برکت 'COVIran Barekat' په نوم د کرونا ضد واکسین

ایران له کرونا وبا سره د مبارزې د هڅو په ترڅ کې په کوردننه تولید شوی واکسین تایید کړ.

د ایران د روغتیا وزیر سعید نمکي پرون دوشنبه (د غبرګولي ۲۴مه) په تهران کې په یوه خبري غونډه کې اعلان کړه چې په ایران کې تولید شوی د کووایران برکت 'COVIran Barekat' په نوم د کرونا ضد واکسین تایید شوی او یوه ورځ مخکې د یکشنبې له ورځې یې بېړني تطبیق ته اجازه ورکړل شوې ده.

د ایران د یوه دولتي شرکت له خوا تولید شوي د دغه واکسین د خوندیتوب او اغیزمنتیا په اړه لومړنۍ څېړنه د تېر۲۰۲۰ کال په ډسمبر کې پیل شوې وه.

د ایرنا دولتي خبري اژانس د راپور له مخې د دغه واکسین تولید د جون له لومړیو پیل شوی او تراوسه پورې شااوخوا درې میلیونه ډوزه تولید شوی دی.

له کله چې کرونا په ایران کې خپره شوې، د رسمي شمېرو له مخې له درې میلیونه زیات کسان پرې اخته شوي او له امله یې له ۸۲ زرو زیات کسان هم مړه شوي دي.