د ناټو د غړیو هېوادونو مشرانو موافقه وکړه چې د چین تهاجمي چلند نړیوالو قوانینو او د اروپايي ټولنې او اتلانتیک امنیت ته په سیسټماټیک ډول ستونزې راولاړې کړي.
په هغه ګډه اعلامیه کې چې پرون دوشنبه (د غبرګولي ۲۴مه) په بروکسل کې د دې تړون د ۳۰ غړیو هېوادونو د سرمشریزې په پای کې خپره شوې، مشرانو د چین د فعالیتونو په اړه اندېښنه ښکاره کړې او ویلي یې دي چې د دې هېواد جبري سیاستونو، په زیاتیدونکي ډول د اټمي مهماتو زېرمه کولو، له روسیې سره پوځي همکاري او له ناسمو معلوماتو څخه تل استفادې د نړۍ امنیت ته ستر ګواښ متوجه کړی دی.
د ناټو د غړیو هېوادونو مشرانو له چین څخه غوښتي چې پر نړیوالو ژمنو ودریږي او په نړیوال سیسټم کې د یوه ستر قدرت په توګه په تېره بیا فضایي، سایبري او بحري برخو کې دې خپل مسوولیت پرځای کړي.