جو بایډن: ناټو د متحده ایالاتو د ګټو لپاره ډېره مهمه ده

د امریکا ولسمشر جو بایډن

د امریکا ولسمشر جو بایډن ویلي ناټو د متحده ایالاتو د ګټو لپاره ډېره مهمه ده.

ولسمشر بایډن همداراز ویلي چې د ناټو تړون پنځمه فقره چې د متقابلې دفاع په اړه ده یو سپېڅلی مکلفیت په ډاګه کوي.

د امریکا ولسمشر چې د بلجیم پلازمېنه بروکسل کې د ناټو سرمشریزې ته وینا کوله ټینګار وکړ اروپا دې پوه شي چې امریکا یې ترڅنګ ده.

بایډن اروپا ته ځکه سفر کړی چې هم د ناټو په سرمشریزه کې برخه واخلي او هم د واشنګټن له ملاتړه خپلو اروپايي ملګرو ته ډاډ ورکړي.

د امریکا د مخکېني ولسمشر ډونالد ټرمپ په دوره کې د امریکا او اروپا اړیکې سړې شوې وې.

تمه ده ولسمشر جو بایډن د چهارشنبې په ورځ د سویس په جنوا کې د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره وګوري.