د اسکار جایزې ګټونکی نېډ بېټي ومړ

ارشیف، د اسکار جایزه

د هالیووډ د سینما وتلی لوبغاړی نېډ بېټي په ۸۳ کلنۍ ومړ.

ده په څو فلمونو له هغې ډلې ډېلورېنس، سوپرمن او نېټورک کې د لوبېدو لپاره خورا شهرت ګټلی.

روېټرز خبري اژانس د اسکار جایزې د دې ګټونکي سینمايي لوبغاړي د لور بلوسوم بېټي په حواله لیکلي چې نېډ بېټي په لاس انجلس کې په خپل کور کې ساه ورکړې.

نېډ بېټي اته زامن او لورګانې درلودې او د امریکا د کینټاکي ایالت اصلي اوسېدونکی و.

دی یکشنبه سهار مړ شوی.

نېډ بېټي په څه باندې ۱۵۰ فلمونو او ټلوېزیوني ډرامو کې کار کړی.