د برما لیرې کړای شوې رهبره انګ سان سوچي نن دوشنبه د خپلې محاکمې په لومړۍ جلسه کې راڅرګندېږي.
دا په داسې حال کې ده چې دوه میاشتې مخکې د پوځي کودتا له کبله د جنوب ختیځې اسیا د دغه هېواد د ډیموکراسۍ تجربه ختمه شوه.
د برما پخوانۍ ملکي رهبره سان سوچي د تېر کال په ټاکنو کې د سرغړونو په تور محاکمه کېږي.
په هغو ټاکنو کې د هغې په رهبرۍ د ډیموکراسۍ لپاره ملي لیګ په اکثریت رایو ګټونکی شوی و.
له پوځي کودتا راهیسې پوځ له وسلهوالو قومي ډلو سره له نوې شخړې سره مخامخ دی او هره ورځ په دغه هېواد کې د سان سوچي پلویان مظاهرې کوي چې په دې موده کې لږترلږه ۸۵۰ اعتراض کوونکي وژل شوي دي.