د ملګرو ملتونو د سرمنشي استازی: د افغان سولې او ثبات د ټینګښت لپاره کار کوو

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي نوی ځانګړی استازی ژان ارنولد

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي نوي ځانګړي استازي ویلي د ټولو په همغږۍ د سولې او ثبات د ټینګښت لپاره کار کوي.

ژان ارنولد (Jean Arnault) دا خبرې د افغانستان د ملي مصالحې عالي شورا له رئیس عبدالله عبدالله سره نن په لیدنه کې کړي.

د ملي مصالحې عالي شورا په اعلامیه کې د ارنولد په حواله زیاته شوې چې د خبرو له لارې د روانې جګړې پای ته رسول د ملګرو ملتونو له‌خوا یوازنۍ کارنده لار بلل کېږي او باید ټولې خواوې له جګړو لاس واخلي او سولې ته له رسېدو ملاتړ وکړي.

د ډاکتر عبدالله په حواله لیکل شوي چې د ملي مصالحې عالي شورا له ملګرو ملتونو او نورو ټولو اړوندو ادارو سره د سولې د راتلو په خاطر هر ډول همکارۍ ته تیاره ده.