پکتیا کې یو نوی جوړېدونکی روغتون په بمونو الوزول شوی

پکتیا کې په بمونو الوزول شوی نوی جوړېدونکی روغتون

په پکتیا کې یو نوی جوړېدونکی روغتون په بمونو نړول شوی دی.

د پکتیا د والي ویاند عبدالرحمن منګل رسنیو ته وویل چې دغه روغتون تېره شپه وسله‌والو طالبانو د دې ولایت په سیدکرم ولسوالۍ کې په بمونو الوزولی دی.

دی وایي، یاد روغتون د ۷۷ ملیونه افغانیو په لګښت جوړېده او چارې یې ۷۰ سلنه ترسره شوې وې.

وسله‌والو طالبانو تر اوسه د افغان چارواکو د دې څرګندونو او تور په اړه څه غبرګون نه‌دی ښوولی.