ارمنستان په نګورنو قره‌باغ کې د ایښودل شویو ماینونو نقشه اذربایجان ته ورکړه

ارشیف، د نګورنو قره‌باغ، اذربایجان او ارمنستان نقشه

ارمنستان د اذربایجان له ډېرو غوښتنو وروسته د نړیوالو په منځګړیتوب په نګورنو قره‌باغ کې د ایښودل شویو ماینونو نقشه باکو ته وسپارله.

د اذربایجان د بهرنیو چارو وزارت پرون (شنبه) د دې خبرې د تأییدولو ترڅنګ وویل چې د نقشې په بدل کې یې ۱۵ ارمنیان چې په اذربایجان کې بندیان وو، خوشې کړي دي.

د ارمنستان له لوري اذربایجان ته په سپارل شوې نقشه کې د ۹۷ زره ایښودل شویو ماینونو ځایونه ښودل شوي دي.

د تېر کال د سپټمبر له ۲۷مې د نومبر تر ۱۰مې پورې د اذربایجان او ارمنستان ترمنځ په جګړه کې اذري ځواکونو هغه سیمې بېرته ونیولې چې درې لسیزې پخوا ارمنستان نیولې وې.