د امریکا په درې ایالتونو کې په ډزو ۲ تنه وژل شوي او لږترلږه ۳۰ نور ژوبل شوي دي.
دا پېښې په داسې حال کې شوي چې په متحده ایالاتو کې د کرونا وبا د خپرېدو د مخنیوي لپاره د بندیزونو د نرمېدو له کبله د خلکو سفرونه، راټولېدنې او راشه درشه ډېره شوې ده.
دا بریدونه وړمه شپه او پرون په تکزاس، ایلینویز او جورجیا ایالتونو کې وشول.
دا په روان کال کې د امریکا په متحده ایالاتو کې ۱۷مه حمله ده چې پر خلکو کېږي.