پاکستان وایي چې په کابل کې بهیې د قونسلګرۍ څانګه سر له نن څخه د یوې اوونۍ پر مخ تړلې وي.
په کابل کې د پاکستان سفارت په خبرپاڼه کې ویل شوي چې دغه پرېکړه په افغانستان کې د کرونا وبا د وضعیت د لاخرابېدو له امله شوې ده.
سفارت ویلي چې په انلاین بڼه به د ویزو د صادرولو چارې دوام ولري.
په عین حال کې په کابل کې د امریکا سفارت هم پرون ورته اعلان وکړ او ویېویل چې د قونسلګرۍ څانګې فعالیت سر له نن څخه ځنډوي.