ننګرهار کې یوه کښتۍ چې۱۰ تنه په کې سپاره وو سیند کې ډوبه شوې

ارشیف، عکس تزئیني بڼه لري

د ننګرهار ولایت په بهسودو ولسوالۍ کې یوه کښتۍ چې لس تنه په کې سپاره وو، په سیند کې ډوبه شوې ده.

د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوګیاڼي ازادي راډیو ته وویل، دغه کښتۍ چې د ښځو او ماشومانو په ګډون یې لس تنه لېږدول، د بهسودو ولسوالۍ اړوند ګردي کڅ سیمه کې د تخنیکې ستونزې له امله په سیند کې ډوبه شوې ده.

ښاغلي خوګیاڼي زیاته کړه، تر دې دمه له دې پېښې یو ماشوم ژوندی ژغورل شوی او د یوه ماشوم په ګډون د دوو تنو جسدونه د مومندرې ولسوالۍ په مربوطاتو کې ترلاسه شوي او ۷ نور لا هم نادرکه دي.

دی وايي چې د ورکو شوېو کسانو د موندلو هڅې روانې دي.

د خوګیاڼي په خبره، په نادرکه شویو کسانو کې کښتۍ چلوونکي او عام مسافر هم شامل دي.