د بادغیس والي وايي، د مقر ولسوالۍ په سنګ اتش سیمه کې د امنیتي ځواکونو په پوځي عملیاتو کې تر لسو زیات وسله وال طالبان وژل شوي او ۴ نور ټپیان شوي دي.
حسام الدین شمس ازادي راډیو ته وویل، په سیمه کې له تېرې شپې جګړه روانه ده او له نن شنبې(د غبرګولي ۲۲مه) سهاره د ملي اردو له کمپ سره اړیکې پرې شوي دي.
بل خوا یوې سرچینې د نوم نه ښوولو په شرط ویلي، شااوخوا ۲۰۰ سرتېري له کومې نښتې پرته طالبانو ته تسلیم شوي دي.
د طالبانو یوه ویاند قاري یوسف احمدي ادعا کړې چې په لسګونو سرتېري له وسلو او مهماتو سره له دوی سره یوځای شوي دي.
د دې خبر کره والی نورو سرچینو نه دی تایید کړی.