کابل کې د سورلیو په موټر چاودنو کې ۷ تنه وژل شوي

ارشیف

د کابل په شپږمه او دیارلسمه ناحیو کې د سورلۍ پر دوو موټرو چاودنې شوې دي.

د کابل د امنیې قوماندانۍ یوه ویاند فردوس فرامرز رسنیو ته وویل، په دغو دوو چاودنو کې لږ تر لږه ۷ کسان وژل شوي: "له بده مرغه د دغو پېښو په پایله کې زموږ ۷ هېوادوال شهیدان او ۶ تنه نور ټپیان شوي دي. د کابل امنیتي ډله د دواړو پېښو په څېړنه بوخته ده. له بده مرغه د دواړو پېښو قربانيان ملکي وګړي دي."

یوه چاودنه په مهتاب قلعه او بله محمد علي جناح روغتون ته څېرمه شوې ده.

تر اوسه د دغو چاودنو مسوولیت چا نه دی منلی.

بل خوا د کابل امنیه قومانداني ویلي، تېره شپه د کابل په پغمان ولسوالۍ کې د یوې کورنۍ پنځه غړي چې له واده راستنېدل تر تښتول کېدو وروسته وژل شوي دي.

د کابل امنیې قوماندانۍ دا د وسله والو طالبانو کار بللی، خو طالبانو د دې موضوع په اړه څه نه دي ویلي.