ملي امنیت: د افغانستان هوايي ډګرونه له نړیوالو معیارونو سره سم فعال پاتېږي

کابل کې د حامد کرزي نړیوال هوايي ډګر

وروسته له هغې چې ترکیې په پلازمېنه کابل کې د حامد کرزي نړیوال هوايي ډګر د امنیت ساتنې ته ټتر وواهه، د افغانستان د ملي امنیت شورا وايي، افغانان د خپلې خاورې ساتنې د دایمي مکلفیت جوګه شوي دي.

د دغې شورا ویاند رحمت الله اندړ د شنبې (د غبرګولي ۲۲مه) په ورځ رسنیو ته په استولي ویډیويي پیغام کې ویلي، د افغانستان د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب په دې اړه د انتقال پروسې له قوماندان، د ناټو ملکي استازي او نورو چارواکو سره په لیدنه کې ویلي چې هوايي ډګرونه به له نړیوال معیارونو سره سم فعال پاتې کېږي.

ښاغلي اندړ زیاته کړه: "هوايي میدانونه به له نړیوالو معیارونو سره سم فعال پاتې شي، د ملي امنیت سلاکار د انتقال پروسې دا برخه هم له نږدې څاري او وړمه ورځ د حامد کرزي نړیوال هوايي ډګر ته لاړ، افغانستان زموږ دی او ساتنه یې زموږ دایمي مکلفیت دی دا مهال افغانان تر بل هر وخت د دې مکلفیت د ادا کولو جوګه شوي دي."

ښاغلي اندړ زیاته وویل،افغانستان زموږ دی او ساتنه یې زموږ دایمي مکلفیت دی

دا په داسې حال کې ده چې د ترکیې دفاع وزیر حلوسي اکار دغه اوونۍ چې تېره شوه خپل اوونيز بحث کې ویلي، که متحدین یې د سیاسي، مالي او لوژستیکي ملاتړ ژمنه وکړي، یو شمېر ترکي پوځیان به د افغانستان پلازمېنه کابل کې د حامد کرزي نړیوال هوايي ډګر د امنیت ساتلو لپاره پاتې شي.

نوموړي دا څرګندونې له یاد هوايي ډګره د ترکي پوځیانو د وتلو او یا پاتېدو په تړاو تر څو اونیو بحث او خبرو اترو وروسته کړي دي.

د افغانستان لوېشت لوېشت خاوره، هوايي ډګرونه، په هېواد کې د بهرنيو سفارتونو او ډیپلوماتيکو نمايندګيو امنيت ساتل د افغانانو مسووليت دی.

دا مهال د کابل نړیوال هوايي ډګر کې دوه زره ترکي پوځیان مېشت دي او دم ګړۍ هم د ځینو امنیتي چارو مسؤلیت پر غاړه لري.

طالبانو بیا په یوه تازه اعلامیه کې ویلي چې په افغانستان کې د بهرنيو ځواکونه شتون تر هر نامه لاندې چې وي او د هر هېواد اړوند چې وي افغان ولس او دوی ته د منلو نه دي.

په اعلامیه کې ټینګار شوی چې د افغانستان لوېشت لوېشت خاوره، هوايي ډګرونه، په هېواد کې د بهرنيو سفارتونو او ډیپلوماتيکو نمايندګيو امنيت ساتل د افغانانو مسووليت دی.

د طالبانو په اعلامیه کې دا هم راغلي، هېڅوک دې هم په افغانستان کې د نظامي او يا امنيتي حضور ساتلو هیله نه کوي او نه بايد داسې ګام پورته کړي چې په نتیجه کې یې د ولسونو او هېوادونو تر منځ اړیکې ترینګلې کېږي.