'پي.اېس.اېل'؛ د کويټې او پېښور زلمي کرکټ لوبډلې د سیالۍ ډګر ته وځي

ارشیف، د پېښور زلمي لوبډله

ټاکل شوې د پاکستان د کرکټ سوپر لیګ 'پي.اېس.اېل' په نولسمه لوبه کې د کويټې او پېښور زلمي لوبډلې د یو بل پر وړاندې د سیالۍ ډګر ته ښکته شي.

افغان قیس احمد د دې سیالیو د کویټې او دا شان حضرت ځاځی د پېښور زلمي لوبډلې برخه دي.

د دې سیالیو د تېرې شپې په لوبه کې بیا اسلام اباد یوناټېډ کویټې لوبډلې ته ماتې ورکړه.

کویټې لوبډلې په ټاکلو شلو اورونو کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو د ۱۳۴ منډو هدف وټاکه چې اسلام اباد لوبډلې دغه هدف په د سر په لوبغاړو په ډېرې اسانۍ په لسو اورونو کې پوره کړ.