چارواکي: کندوز کې۲۷ او غزني کې ۴۷ طالبان وژل شوي

ارشیف، افغان ځواکونه د عملیاتو پر مهال

د کندوز امنیه قومانداني وايي، پر خان اباد او علي اباد ولسوالیو د وسله والو طالبانو په حملو کې یو سرتېری او ۲۷ وسله وال طالبان وژل شوي دي.

د دې قوماندانۍ ویاند، انعام الدین رحماني نن شنبه (د غبرګولي ۲۲مه) رسنیو ته وویل، دغه حملې تېره شپه شوې دي: "په علي اباد او خان اباد ولسوالیو کې د سرې قطعې د قوماندان په ګډون د دښمن ۲۷ کسان وژل شوي، تر ۱۵ زیات نور یې ټپیان دي. په علي اباد کې له ماتې سره مخامخ شوي، په خان اباد کې د ماتې په حال کې دي."

د کندوز د امنیې قوماندانۍ ویاند وايي، په جګړو کې یو سرتېری هم وژل شوی او درې نور ټپیان شوي دي.

د طالبانو ویاند، ذبیح الله مجاهد بیا په خان اباد کې د ۷ پولیسو او اربکي وسله والو د وژلو ادعا کړې ده.

د بغلان د امنیې قوماندانۍ ویاند احمد جاوېد بشارت بیا نن رسنیو ته ویلي، تېره شپه ګډو ځواکونو د طالبانو ۱۰ فعال غړي چې د خوست و فرنګ ولسوالۍ پر پوستو یې د حملو پلان درلود نیولي دي.

بل خبر کې ۲۰۳ تندر قول اردو ادعا کړې چې پرون د غزني د اندړو ولسوالۍ په ځینو سیمو کې د پوځي عملیاتو په نتیجه کې ۴۷ وسله وال طالبان وژل شوي او ۱۳ نور ټپیان دي.