ننګرهار کې د کرېلو او تُرایانو ١٠٠ ننداریزې کروندې جوړې شوي

چیله يي سیسټم

د ننګرهار ولایت د کرنې او مالدارۍ ریاست مسوولین وايي، په دې ولایت کې یې د کرېلو او تُرایانو د چېله یې سیسټم سل ننداريزې کروندې جوړې کړې.

د کرنې ریاست د دغه پروژې ولایتي مسوول حمیدالله نظیر ویلي چې دغه کرنیزې ننداریزې قطعې د ننګرهار ولایت په کامې، کوز کونړ او بهسودو ولسوالیو کې جوړې شوي او تمه ده چې سیمه ییز بزګران ترې ښه ګټه ترلاسه کړي.

نوموړي ویلي، د یادو کروندو لپاره یې د کیمیاوي سرو، اصلاح شوي تخمونو او کیمیاوي درملو ترڅنګ اړین توکي لکه د باڼس پایې، جالۍ، کېبل، بیلچه، لاسي کراچۍ او د درملو شېندلو پمپونه د کروندو د ښې پالنې او نظارت په موخه اړوندو بزګرانو ته ورکړي دي.

د ننګرهار د کرنې او مالدارۍ ریاست د معلوماتو له مخې تېر کال هم په دې ولایت کې د کرېلو او تُریانو کرنیزې ننداريزې قطعې جوړې شوې وې چې د پنځه نیم میلیونه افغانیو په ارزښت يې نږدې پنځه مټریک ټنه حاصل ورکړي وو.