سرچینه: د غور د تولک ولسوالۍ طالبانو نیولې

ارشیف، وسله وال طالبان

په غور ولایت کې یوه سرچینه تاییدوي چې تولک ولسوالي نن شنبه (د غبرګولي ۲۲مه) غرمه د وسله والو طالبانو له خوا ونیول شوه.

دغه سرچینه چې د موضوع د حساسیت له کبله د نوم له ښوولو ډډه کوي وايي، امنیتي ځواکونه د تولک د ولسوالۍ او امنیې قوماندانۍ له ودانیو وتلي دي.

خو د غور والي عبدالظاهر فیضزاده وايي، په دې ولسوالۍ کې امنیتي ځواکونه له طالبانو سره په جګړه بوخت دي: "جګړه لا هم روانه ده. د سالنګ پوه نوم یوه پوسته په مقاومت بوخته ده. د ولسوالۍ د لوا له قوماندان سره د سهار تر لسو بجو په تماس کې وم. د طالبانو له ۱۰ تر ۳۰ پورې کسان وژل شوي زموږ د شهیدانو شمېر هم ۱۰ ته رسېږي."

تر دې مخکې د تولک ولسوال سلیمان یوسفي ازادي راډیو ته ویلي و چې طالبانو ۱۹ امنیتي سرتيري وژلي او د ولسوالۍ بازار یې تېره شپه نیولی دی.

بل خوا د کابل امنیه قومانداني وايي، تېره شپه د کابل په پغمان ولسوالۍ کې د یوې کورنۍ پنځه غړي چې له واده راستنېدل تر تښتول کېدو وروسته وژل شوي دي.

د کابل د امنیې قوماندانۍ ویاند فردوس فرامرز رسنیو ته ویلي، دا کار وسله والو طالبانو کړی، خو طالبانو د دې موضوع په اړه څه نه دي ویلي.

شاهین قول اردو بیا ادعا کړې چې د بلخ ولایت په بلخ، دولت اباد او چمتال ولسوالیو کې د پوځي عملیاتو په نتیجه کې ۱۸ وسله وال طالبان وژل شوي او ۲۹ نور ټپیان دي.

په بل خبر کې د بلخ پولیس وايي، په مزار شریف کې نن تر غرمې مخکې د ماین چاودنې یو ملکي کس وژلی او درې نور ټپیان کړي دي.