د کابل چاپ ورځپاڼو د افغانستان په ګڼ شمېر مسایلو تبصرې او مقالې خپرې کړي چې دا په یوه راپور کې رانغاړل شوي.
- ويسا
ویسا ورځپاڼې په کابل کې د ناامنیو زیاتېدو ته اشاره کړې ده او لیکلي یې دي چې له څو ورځو راهیسې د کابل په قوای مرکز او میرویس میدان سیمه کې هټیوالو د سیمه ییزو باج غوښتونکو له امله د اعتراض په ډول خپل دوکانونه تړلي دي.
ورځپاڼې لیکلي یاد دوکانداران ادعا کوي چې په یادو سیمو کې ترې نامسوول وسله وال او بدماشان د باج په ډول زرګونه ډالر غواړي.
د ویسا ورځپاڼې په سرمقاله کې ادعا شوې چې د کابل ښار په څنډو کې له ډېر وخته راهیسې بې قانوني، وژنې او باج اخیستل روان دي.
لیکوال لیکلي چې ان پغمان، کمپنۍ او شمالي له ډېره وخته په ناامنو سیمو کې حسابېږي او په وروستیو کې د برښنا د ستنو د ړنګولو پېښې هم تر ډېره په کابل پورې اړوند سیمو کې شوي دي.
سرمقاله لیکونکي لیکلي دي چې په دې توګه د ناامنۍ تر څنګ د بې قانونۍ لمن ورځ تر بلې په ټول هېواد په ځانګړي ډول په پلازمېنه کې پراخېږي.
سرمقاله لیکونکي اندېښنه ښودلې چې که دا حالت دوام پیدا کړي، نو لېرې نه ده چې له وېرې به يې زیات شمېر پانګه وال له افغانستانه خپلې پانګې وباسي.
ورځپاڼې لیکلي چې په دې کار سره به نه یوازې دا چې د بې کارۍ کچه لوړه شي بلکې زیات شمېر ځوانان به جرمونو ته مخه کړي او د ناامنۍ ګراف به نور هم لوړ شي.
- اطلاعات روز
اطلاعات روز ورځپاڼې بیا د افغان سولې په اړه په سعودي عربستان کې د افغان او پاکستاني عالمانو وروستۍ ناستې ته په اشارې لیکلي دي چې ناوخته غبرګون.
وړاندې راغلي دي چې د دې ناستې په ګډه اعلامیه کې د افغانستان د سولې له پروسې ملاتړ او پر اوربند ټينګار وشو.
ورځپاڼې لیکلي چې که څه هم د افغان جګړې پر وړاندې دا ښه دریځ دی، خو ډېر ناوخته.
د سرمقالې د لیکوال په باور پاکستاني عالمانو ډېر ناوخته د افغانستان د جګړې د مشروعیت په اړه خپل دریځ څرګند کړو باید دا چاره کلونه وړاندې شوې وای، ځکه د لیکوال په لیکنه په افغانستان کې په تېرو دوه لسیزو کې طالبانو د افغان مسلمانانو پر وړاندې جنګ وکړو او خپلې دې جګړې ته يې د جهاد نوم ورکړو.
د سرمقالې د لیکوال د معلوماتو له مخې چې په تېرو ۱۱ کلونو کې د روانې جګړې له امله د ښځو او ماشومانو په ګډون ۳۱ زره ملکیان وژل شوي دي او ښايي دا شمېرې نورې هم لوړې وي.
د سرمقالې په پای کې غوښتنه شوې چې باید د نړۍ دیني عالمان د طالبانو روانه جګړه ناروا او د مسلمان وژنې جګړه وبولي او یاده ډله اوربند او سولې ته وهڅوي.
- هشت صبح
هشت صبح ورځپاڼې د ولسوالیو د سقوط په اړه لیکنه کړې او لیکلي یې دي چې تکتیکي شاتګ تر کومه؟
وړاندې راغلي دي چې په وروستیو دوه میاشتو کې د ۲۰ ولسوالیو له ودانیو حکومتي ځواکونه په شا شوي او طالبانو يې د نیولو ادعا کړې ده.
وړاندې راغلي دي چې که څه هم حکومت وايي چې له دې ولسوالیو يې تکتیکي شاتګ کړی، خو د سرمقالې د لیکوال په وینا ښايي داسې فکر وشي چې په لوی لاس د وسله والو طالبانو تر کنترول لاندې سیمې زیاتې شي.
ورځپاڼې لیکلي چې د حکومت تکتیکي شاتګ ښايي په اوږد مهال کې ګټور وي، خو دمګړۍ يې د خلکو ترمنځ اندېښنې زیاتې کړي دي.
وړاندې ادعا شوې چې په ځینو مواردو کې د جګړې د لومړۍ کرښې سرتېرو ته پر وخت مرسته نه رسیږي چې له امله يې ولسوالۍ سقوط کوي او د طالبانو لاس ته لویږي چې لیکوال دا حالات د امنیتي بنسټونو کمزوري بللې ده.
وړاندې راغلي دي افغان حکومت مسوولیت لري چې د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته خپلې سیمې او خلک وساتي او نړۍ ته ثابته کړي چې د یو دولت په توګه د وسله والو طالبانو سره د جګړې توان لري، ځکه د لیکوال په خبره د افغانستان د سولې پروسه د جګړې له لیکو تیریږي او هره ډله چې د جګړې په ډګر کې بریالۍ وه د سولې په خبرو کې به هم ډېر امتیازات واخلي.