په یونان کې پرون جمعه (د غبرګولي ۲۱مه) څلور افغان پناه غوښتونکي محاکمه شول.
دوی پر دې تورن دي چې تېرکال یې په لیسبوس ټاپو کې د موریا په نوم د کډوالو او پناه غوښتونکو کمپ ته اور اچولی دی.
په یونان کې د پناه غوښتونکو د ټولنې مشر یونس محمدي ازادي راډیو ته وویل: "دوی د هغو شپږو کسانو له ډلې وو، دوه کسان یې نژدې دوه میاشتې مخکې محکوم شول او اوس زندان کې دي. د څلورو نورو د محاکمې غونډه د جمعې په ورځ ترسره شوه. تنکي ځوانان دي، تقریباً له اتلسو کلونو هم کم عمرونه لري."
د فرانسې خبري اژانس ویلي چې دا افغانان د قصدي اور اچولو په تور او د جنایت کارانو په یوه ډله کې د غړیتوب په خاطر محاکمه شوي دي.
یوې حقوقي سرچینې دې اژانس ته ویلي، که دا پنا غوښتونکي مجرم وپېژندل شي، په ۱۵ کاله زندان محکومیدای شي.
د دوی مدافع وکیلان بیا وایي، مؤکلین یې په عادلانه ډول نه دي محاکمه شوي.