د هرات ولایت په صنعتي ښارګوټي کې د زرنج موټرسایکل د تولید او بسته بندۍ فابریکې خپله پانګونه ۱۴ میلیونه افغانیو ته لوړه کړې ده .
د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند فواد احمدي ازادي راډيو ته وویل، دا فابریکه د زرنج موټر سایکلونو فرېم، باډې جوړولو او بسته بندۍ برخه کې کار کوي.
د ښاغلي احمدي په خبره دا فابریکه د معیاري ماشینونو په درلودو سره په میاشت کې د ۹۰۰ فریمونو او باډېو د تولیدولو وړتیا لري چې خپل د اړتیا وړ اومه مواد په کور دننه پوره کوي.
په هرات ولایت کې د زرنج موټر سایکل فابریکه له خپلو محصولاتو د پلورلو سربېره، نورو ولایتونو ته هم استوي.
د یادونې وړ ده چې د هرات په صنعتي ښارګوټي کې د موټر سایکل جوړولو او بسته بندۍ په برخه کې پنځه نورې فابریکې هم فعالې دي.