د کرنې او مالدارۍ وزارت ۲۵۵ میلیونه افغانۍ پورونه منظور کړل

ارشیف، عکس تزئیني بڼه لري

د افغانستان د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت، د کرنې د پراختیا صندوق له لارې د ۲۵۵ میلیونه افغانیو په ارزښت کرنیز پورونه منظور او تائید کړل.

د دغه وزارت ویاند اکبر رستمي نن پنجشنبه (د غبرګولي ۲۰مه) ازادي راډيو ته وویل، په ټوله کې دوه ډوله پورونه منظور شول چې دواړه د کرنې په برخه کې فعالو شرکتونو ته ورکول کېږي.

د نوموړي په خبره له دغو پورونو یو ډول د خوړو شرکت ته ومنل شول چې له کروندګرو غنم وپېري او خپلې اړتیاوې پرې پوره کړي.

د ښاغلي رستمي په خبره دویم ډول پور د کارتن جوړونې یوې فابریکې ته ورکول کېږي چې په دې پیسو به د کارتن جوړولو د چاپ ماشینونه پیري او د خپلو محصولاتو د کیفیت لوړولو په پار به ترې ګټه پورته کوي.

د کرنې د پراختیا صندوق یو غیر دولتي مالي بانکي بنسټ دی چې د تاسیس له پیل تر دې دمه ۱۳.۴ میلیارډه افغانۍ پور منظور کړی چې له دغو چوپړتیاوو په ۳۲ ولایتونو کې شااوخوا ۵۶ زره بزګران په مستقیم ډول برخمن شوي دي.