په ننګرهار ولایت کې چارواکي د اسلامي دولت ډلې یا داعش د یوه مهم غړي د نیولو خبر ورکوي.
د ملي امنیت ۰۲ قطعې په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې تېره شپه د ملي امنیت ځانګړو ځواکونو د ننګرهار ولایت بهسود ولسوالۍ اړوند فارم هډې سیمه کې ځانګړي شپني عملیات تر سره کړي چې په ترڅ کې یې د داعش ډلې مهم غړی میراغا ژوندی نیول شوی دی.
د خبرپاڼې له مخې نیول شوي کس په ننګرهار کې د داعش سخت دریځې ډلې لپاره د ترور، چسپکي ماینونو او اختطاف په برخه کې فعالیت کاوه.
داعش چې د لومړي ځل لپاره یې په ننګرهار کې سر را اوچت کړی، په وروستیو کې یې د کابل په ګډون یو شمېر ولایتونو کې د خونړیو حملو مسوولیت اخیستی دی.