داعش په بغلان کې د ماین پاکانو د وژلو مسوولیت ومانه

Your browser doesn’t support HTML5

بغلان کې د ماین پاکۍ پر دفتر وسله‌وال برید ۱۰ تنه ووژل او ۱۸ نور ټپیان دي

په بغلان کې د ماین پاکانو د وژنې مسوولیت د اسلامي دولت ډلې یا داعش اخیستی.

دا خبر د استخباراتو هغه سایټ چې د سخت دریځو ډلو فعالیتونه څاري ورکړی دی.

په مرکزي بغلان ولسوالۍ کې وړمه شپه وسله والو په ډزو د هلوټرسټ د موسسې ۱۰ ماین پاکان ووژل او نږدې ۱۸ نوریې ټپیان کړل.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت یې مسوولیت پر وسله والو طالبانو اچولی، خو دې ډلې دغه پېښه غندلې او ویلي و چې په کې لاس نه لري.

دا پېښه داسې مهال رامنځ ته شوې چې په دوحه کې د طالبانو له استازو سره د امنیت او خوندیتوب په چارو کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړي استازي په وروستۍ کتنه کې له دې ډلې غوښتي و چې په افغانستان کې تر خپل کنټرول لاندې سیمو کې دې د ملګرو ملتونو د مرستندویه کار کوونکو چې افغانانو ته په سختو شرایطو کې مرستې رسوي، خوندیتوب یقیني کړي.