محب د ناټو له ملکي استازي سره د مرستو پر دوام غږیدلی

د افغانستان د ملي امنیت سلاکار د ناټو له ملکي استازي سټیفانو پونټیکوروو سره

د افغانستان د ملي امنیت سلاکار د ناټو له ملکي استازي سره د ناټو د مرستو پر دوام خبرې وکړې.

حمد الله محب پرون چهارشنبه (د غبرګولي ۱۹مه) په کابل کې د ناټو له ملکي استازي سټیفانو پونټیکوروو سره وکتل.

د ملي امنیت شورا څرګندوي چې د غوندې پرمهال د ناټو له لوري د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د ملاتړ پر عملي ګامونو خبرې وشوې.

ناټو ژمنه کړې ده چې د سېپټمبر تر ۱۱مې وروسته چې د دې تړون ټول ځواکونه له افغانستانه وځي د همکارۍ یوه نوي پړاو ته به داخله شي.

د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ روانه اوونۍ له واشنګتنه د لیدنې پرمهال وویل چې د پوځي حضور له پای ته رسېدو سره به خپل ملکي حضور ته په افغانستان کې ادامه ورکړي، په بهر کې د افغان ځواکونو د روزنې پر لارو چارو به غور وکړي او د افغانستان د یو شمېر مهمو تاسیساتو په ساتلو کې به له افغان لوري سره مرستې وکړي.