د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د متحد ایالاتونو ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د ترهګرۍ او شخړو د حل په برخه کې د قطر د بهرنیو چارو د وزیر له ځانګړي استازي مطلق بن ماجد القحطاني سره د افغان سولې پر روانو مذاکراتو خبرې وکړې.
د دې غونډې خبر قطري رسنیو ورکړی دی چې پرون چهارشنبه (د غبرګولي ۱۹مه) په پلازمېنه دوحه کې وشوه، خو نور جزییات یې نه دي خپاره کړي.
تردې غونډې وروسته القحطاني د طالبانو له پلاوي سره وکتل، د دې لیدنې کتنې په اړه هم یوازې دومره ویل شوي دي چې دواړو لوریو پر افغان سوله خبرې کړي دي.
د افغانستان د دولت د سولې مرکچي پلاوي د سې شنبې په ورځ په پلازمېنه دوحه کې د طالبانو له استازیو سره غونډه وکړه او د مذاکراتو د چټکتیا او اجنډا پر سر یې خبرې وکړې.
دا له تېر کوچني اختر راوروسته د دواړو لوریو ترمنځ دوهمه غونډه ده چې ترسره شوه.