په لوګر ولایت کې نن یو افغان خبریال حفیظالله حقپرست نیازی په داسې حال کې ووژل شو چې په خپله کرونده کې په کار بوخت و.
د لوګر د اطلاعاتو او کلتور رئيس عبدالرحمان تسل ازادي راډیو ته وویل، حقپرست نیازی نن غرمه د پُل علم په کلنګار سیمه کې د افغان امنیتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ بر یو بل د ډزو په ترڅ کې ووژل شو.
ښاغلی تسل وايي چې څېړنې به معلومه کړي چې حقپرست د کوم لوري په مرمیو وژل شوی.
حفيظالله حقپرست د لوګر ولايت ځایي خبريال و چې له ۱۳۸۳ ه.ل کال را په دې خوا یې له بېلابیلو سيمهیيزو او ملي رسنيو سره د خبريال په توګه کار کړی و.