له جرمني ۴۲ ایستل شوي افغان پناه غوښتونکي کابل ته راورسېدل

ارشیف، یو تن راستون شوی افغان پناه غوښتونکی

له جرمني څخه ۴۲ تنه ایستل شوي افغان پناه غوښتونکي نن سهار کابل ته راورسېدل.

د جرمني د 'ډي.پي.اې' خبري اژانس د راپور له مخې، دا پناه غوښتونکي په یوه چارتر الوتکه کې د کابل هوايي ډګر ته ورسول شول.

دا د ۲۰۱۶ میلادي کال له دسمبر راهیسې له جرمني د ایستل شوېو افغانانو ۳۹ مه جوپه ده چې په چارتر الوتکو کې کابل ته لېږل کېږي.

د نن ورځې له ۴۲ تنو سره تراوسه پورې له جرمني څخه افغانستان ته یوزرو ۷۷ تنه افغانان ستنول شوي دي.