الکوزی: افغانستان کې د برښنا ستنو ویجاړېدل د فابریکو کارونه درولي

خان جان الکوزی

د افغانستان د سوداګرۍ خونو فدراسیون وايي چې د دغه هېواد په بېلابېلو سیمو کې د برښنا د ستنو د ویجاړېدو له امله د زیات شمېر فابریکو فعالیتونه په ټپه درېدلي او د تولیداتو کچه راټيټه شوې ده.

د دې فدراسیون مرستیال خان جان الکوزي ازادي راډیو ته وویل چې د ناامنۍ زیاتېدل بله هغه ستونزه ده چې له امله يې سوداګر په وېره کې دي او خپلې پانګې له هېواده وباسي.

نوموړی وايي چې د تېرو دوو میاشتو پرتله د افغانستان سوداګریز وضعیت بدتر شوی دی، خو ډېر جزییات یې ورنه کړل.

نوموړی له امنیتي بنسټونو غواړي چې روان وضعیت کنټرول او د سوداګرو ستونزو ته رسېدنه وکړي.