دفاع وزارت وايي، یو هليکوپټر یې میدان وردګ کې لویدلی

ارشیف، عکس تزئیني بڼه لري

د افغانستان دفاع وزارت وايي، یو هليکوپټر یې د تخنیکي ستونزو له کبله په میدان وردک ولایت لوېدلې او درې تنه پېلوټان یې وژل شوي دي.

د دغه وزارت په وینا په دې پېښه کې یو تن ټپي دی.

د دفاع وزارت په وینا دا پېښه تېره شپه هغه مهال وشوه چې هليکوپټر غوښتل په جغتو ولسوالۍ کې ځانګړي عملیات وکړي.

له دې وړاندې هم میدان وردګ ولایت کې د نظامي هلیکوپټر خبرونه خپاره شوي وو.

طالبانو بیا ادعا کړې چې دا چورلکه دوی ویشتې ده.