تندر قول اردو: پکتیا کې د پاکستان د مانسهرې سیمې یو اوسېدونکی نیول شوی

ارشیف

افغان ځواکونه په پکتیا کې د پاکستان د مانسهرې سیمې د یوه اوسېدونکي د نیولو خبر ورکوي.

په پکتیا کې د ۲۰۳ تندر قول اردو ویاند ایمل مومند رسنیو ته وویل چې دا کس عظیم اختر نومېږي، په اردو خبرې کوي او په ډنډ پټان ولسوالۍ کې نیول شوی دی.

د ښاغلي مومند په وینا عظیم اختر ویلي دي چې په پاکستان کې یې شپږ کاله ترورېستي زده‌کړې کړي او بیا له یوې ۱۶ کسیزې ډلې سره افغانستان ته راغلی و.

د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد په دې اړه څه نه‌دي ویلي، خو پرون‌یې رسنیو ته دا خبره کړې وه چې د دوی په لیکو کې بهرني جنګیالي نه‌شته.