د نړۍ یو شمېر لویې وېب‌پاڼې نن له کاره ولوېدې

ارشیف

د نړۍ له یو شمېر لویو وېب‌پاڼو سره نن رابطه قطع شوه.

د راپورونو له مخې د بي‌بي‌سي، فایننشل ټایمز، ګارډین، نیویارک ټایمز، بلومبرګ، سي‌اېن‌اين او لوموند ادارې په ګډون وېب‌پانې نن سهار له کاره ولوېدې.

د امازون ډاټ کام او د بریتانیا د دولت له وېب‌سایټ سره هم رابطه پرې شوې وه.

د امریکا په سانفرانسیسکو کې د کلاود په نوم د انټرنټي خدماتو شرکت د دې ستونزې اعلان وکړ او ویې‌ویل چې په دې اړه تحقیقات ادامه لري.