بدخشان کې د پولیسو او اعتراض کوونکو ترمنځ 'اخ‌وډب کې ۳ تنه' ووژل

Your browser doesn’t support HTML5

د بدخشان په لاریونونو کې درې تنه وژل شوي او ۴۶ نور ټپیان دي

د بدخشان د روغتیا برخې یو چارواکی د پولیسو او څو سوه اعتراض کوونکو ترمنځ د اخ‌وډب پر مهال د درې اعتراض کوونکو د وژل کېدو خبر ورکوي.

د بدخشان د عامې روغتیا رئیس محمد نور خاوري نن ازادي راډیو ته وویل چې د ډزو پر مهال تر ۴۰ ډېر کسان ټپیان شوي هم دي.

د بدخشان د مرکز فیض‌اباد سلګونه اوسېدونکو نن سهار مظاهره وکړه، دوی ویل چې د شورابک د برېښنا بند د پرانیستو چارې ځنډېدلي، ناامنۍ زیاتې شوي او د څښاک د اوبو ستونزې لري.

د ولایت د ودانۍ مخې ته د اعتراض کوونکو او امنیتي ځواکونو ترمنځ اخ‌وډب رامنځته شو.

د بدخشان د والي ویاند نېک محمد نظري وایي د اعتراض کوونکو د ډبرو د ویشتو له امله یو شمېر افغان ځواکونه ټپیان شوي او اعتراض کوونکو یو شمیر دولتي تأسیساتو ته اور اچولی دی.

سیمه‌ییز چارواکي وایي چې د شورابک د برېښنا بند چارې تېره اوونۍ بشپړې شوې، خو اعتراض کوونکي وایي چې حکومت د دې بند د پرانیستو نیت نه‌لري.