روغتیا وزارت د دوو اونیو قرنطین تمدیدوي

آرشیف٬ د کابل ښار

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وایي چې د راتلونکې اوونۍ له شنبې به د پلازمېنې کابل په ګډون د افغانستان په ۱۶ ولایتونو کې د دوو اونیو قرنطین تمدید شي.

د دې وزارت مرستیال عثمان طاهري ازادي راډیو ته وویل چې د ښوونې دولتي او خصوصي مرکزونه، د لمبا حوضونه او د ودونو تالارونه به بند وي.

د دوشنبې په ورځ په افغانستان کې تر بل هر وخت د کورونا د وبا د قربانیانو شمیر په څلرویشت ساعتونو کې زیات و او دا شمیره شپږ پنځوسو ته رسیدلې وه.