د ارزګان والي وايي، د دې ولایت چورې ولسوالۍ ته اضافي سرتیري رسیدلي او په وینا یې هلته لسګونه طالبان وژلي دي.
د ارزګان والي محمد عمر شېرزاد ازادي راډیو ته وویل، په چوره ولسوالۍ کې وضعیت کنټرول دی: "چورې ته اضافي ځواکونه رسیدلي او له ۴۰ څخه ان تر ۵۰ پورې یې وسله وال طالبان وژلي دي."
والي زیاته کړه، دا ځواکونه تېره شپه دې ولسوالۍ ته رسیدلي.
خو د وسله والو طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي ازادي راډيو ته بیا په لیږلي لیکلي پیغام کې د افغان چارواکو دا ادعاوې رد کړې چې ګنې په چوره ولسوالۍ کې دې تر پنځوسو پورې طالبان وژل شوي وي.
هاخوا په چورې ولسوالۍ کې یو شمېر محاصره سرتیري وايي، په ولسوالۍ کې ۳۵ امنیتي پوستو سقوط کړی او په وینا یې اوس هم درنه جګړه روانه ده.
دوی وايي، تر اوسه پورې ورته هېڅ اضافي سرتیري نه دي ور رسیدلي، ددې ادعا په اړه حکومتي چارواکو لا څه نه دي ویلي.