کابل چاپ نننیو ورځپاڼو له نور مطالبو سره په خوا کې کابل او سیمې ته د زلمي خلیلزاد د سفر او یو په بل پسې د ولسوالیو د سقوط په اړه لیکنې او تبصرې خپرې کړي دي.
- هشت صبح
هشت صبح لیکلي د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد کابل او سیمې ته داسې مهال سفر کوي چې له سولې د افغانانو تمې پرې شوي او طالبانو جګړه تېزه کړې.
لیکوال د طالبانو له قوله لیکلي چې په تېره یوه میاشت کې یې ۱۴ ولسوالۍ نیولي او په تېرو دوو میاشتو کې یې د ولایتونو د نیولو لپاره هم هڅې کړي چې له هغې ډلې کندهار، هلمند، زابل، غزني، بغلان، لغمان او میدان وردک ولایتونو د یادونې وړ دي چې سختې جګړې په کې تېزې شوي.
د لیکوال د معلوماتو له مخې په تېره یوه میاشت کې د جګړو له امله د ملکیانو په ګډون په جګړه کې د ښکېلو خواو شااوخوا پنځه زره کسان مړه شوي دي.
د سرمقالې په پای کې راغلي، په اوسنیو شرایطو کې د زلمي خلیلزاد هڅې ګټورې نه دي، ځکه له دې وړاندې هم سیمې ته په وار-وار دا ډول سفرونه شوي، د لیکوال په اند خو د سولې له خبرو سره یې هېڅ ډول عملي مرسته نه ده کړې، بلکې جګړې ورځ تر بلې ډېرې شوي دي.
- ملي ارمان
ملي ارمان ورځپاڼې لیکلي، زلمی خلیل زاد داسې مهال په کابل کې له افغان چارواکو سره په خبرو بوخت دی چې د فاریاب د قیصار په ګډون طالبانو ځينې ولسوالۍ لاندې کړي.
په سرمقاله کې راغلي، ښاغلي خلیلزاد له افغان چارواکو سره په لیدونو کې یو ځل بیا د افغانستان او امریکا د همکاریو او اړیکو په نوي فصل ټینګار کړی او ویلي یې دي، امریکا له افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو او له افغانستان سره اقتصادي همکاریو ته ژمنه ده.
د لیکوال د معلوماتو له مخې ټاکل شوې چې په نږدې راتلونکي کې د قطر په پلازمېنه دوحه کې یو ځل بیا د سولې درېیم پړاو مذاکرات پيل شي، خو د لیکوال په اند طالبان په دغو خبرو کې ګډون ته زړه نازړه دي.
په سرمقاله کې یادونه شوې، له دې ټولو سره امریکا، نورو هېوادونه او سازمانونه په افغانستان کې د جګړې درول غواړي.
- مسیر
مسیر ورځپاڼې بیا په خپلې سرمقالې کې پوښتنه کړې چې د ولسوالیو د سقوط تر شا څه دي؟
لیکوال خپلې پوښتنې ته په ځواب سره لیکلي، د سقوط ډېری دغو ولسوالیو کې کلي او بانډې له وړاندې له طالبانو سره دي او د ولسوالیو مرکزونه له حکومت سره دي.
په سرمقاله کې راغلي، د دغو ولسوالیو په ځینو نورو سیمو کې هم نظامي مرکزونه شته، خو له ولسوالۍ او دغو مرکزونو سره د خلکو اړیکه پرې ده، نه خلک دغو مرکزونو ته ورځي او نه هم دا مرکزونه او ولسوالۍ د خلکو د امنیت او نورو چارو لپاره کوم کار کوي. دا مرکزونه یوازې خپل ځان ساتي او په سختۍ سره اکمالېږي.
د لیکوال د معلوماتو له مخې د دغو مرکزونو تمویل او تجهیز د حکومت لپاره سخت شوی دی، ډېری وخت تر محاصرې لاندې وي او پر وخت ورته تجهیزات نه رسیږي او ان د خوراک او څښاک لپاره هم څه نه لري، له همدې امله دا بې ګټې مرکزونه دي چې حکومت پرې یوازې لګښت کوي او نوره کومه ګټه نه لري.