ارمنستان ۲ تنه اذربایجان ته د جاسوسۍ په تور نیولي

ارشیف، عکس تزئیني بڼه لري

ارمنستان دوه تنه اذربایجان ته د جاسوسۍ په تور نیولي دي.

د ارمنستان د ملي امنیت ادارې تېره ورځ دا خبر ورکړی او ویلي یې دي چې په نیول شوېو کې یو کس پخوانی پوځي افسر دی چې د نګورنو قره باغ په اړه یې د اذربایجان پوځ پټ معلومات ورکول.
په بیان کې راغلي چې نیول شوېو کسانو تېر کال د ارمنستان د پوځي تجهیزاتو او پوځیانو په اړه اذربایجان ته معلومات ورکول هغه وخت چې د دواړو هېوادونو تر منځ سخته جګړه روانه وه.

ارمنستان او اذربایجان تېر کال په نګورنو قره باغ باندې شپږ اوونۍ سخته جګړه وکړه چې بلآخره د روسیې په منځګړیتوب سره اوربند ته ورسېدل.

په دې نښتو کې د نږدې ۷ زره کسانو د وژل کېدو راپورونه ورکړل شوي.

اذربایجاني چارواکو تر اوسه باکو ته د جاسوسۍ په تور په ایروان کې د دوو کسانو د نیول کېدو په اړه څه غبرګون نه دی ښودلی.