اروپايي شورا پوتین ته: د وضعیت کړکېچنېدل د هېچا په ګټه نه دي

د اروپايي شورا رییس چارلز میشل (چپ) او ولسمشر پوتین

د اروپايي شورا رییس چارلز میشل د روسیې له ولسمشر ولادمیر پوتین سره خبرې کړي. هغه ویلي چې د وضعیت زیات کړکېچنېدل د هېچا په ګټه نه دي.

اروپايي ټولنې د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې ښاغلي میشل له ولسمشر پوتین سره په دې ټیلیفوني مکالمه کې ویلي چې اروپايي شورا مې میاشت کې په روسیې بحث کړی او د اروپايي ټولنې او اروپايي هېوادونو پر وړاندې یې د مسکو پاروونکي فعالیتونه غندلي.

میشل همدا راز په خپل ټوېټر کې لیکلي، اړیکې یواځې هغه وخت ښې کېدلای شي چې روسیه خپل ورانکاره فعالیتونه ودروي.

کرملین'د روسیې ولسمشرۍ ماڼۍ' هم د پوتین او چارلز میشل تر خبرو وروسته په یوه اعلامیه کې ویلي چې د مسکو او اروپايي ټولنې اړیکې چندانې ښې نه دي.

د روسیې او اروپايي ټولنې اړیکې له ۲۰۱۴ میلادي کاله د کریمیا ټاپو وزمې د الحاق او هم په ځینو اروپايي هېوادونو کې د روسیې د مشکوکو فعالیتونو په خاطر سړې شوي. دوی ان د یو بل ډپلوماټان هم څو څو واره ایستلي دي.