نیویارک ټایمز: سي‌ای‌اې په افغانستان کې د نوي چلند د خپلولو هڅه کوي

یو شمېر نړیوالې ورځپاڼې

له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو د وتلو روان بهیر بیا هم د یو شمېر نړیوالو رسنیو پام وراړولی دی.

  • نیویارک ټایمز

نیویارک ټایمز ورځپاڼه لیکي، د امریکا د مرکزي استخباراتو اداره (سي‌ای‌اې) په افغانستان کې د نوي چلند د خپلولو هڅه کوي.

ورځپاڼه پیل کې وايي، له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو تدریجي وتلو، سي‌ای‌اې اړ کړې چې د استخباراتي معلوماتو راټولولو او افغانستان کې د ترهګرۍ ضد عملیاتو په شمول د ځینو کارونو د ترسره کولو لپاره نویو نورو لارو چارو خپلولو پسې وګرځي.

لیکنه وايي چې د امریکا د مرکزي استخباراتو اداره د دې ډول انتخابونو په غوراوي کې تر سخت فشار لاندې ده.

نیویارک ټایمز لیکي چې د امریکا مرکزي استخباراتي ادارې په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو د ۲۰ کلن حضور په برخه کې مهم رول درلود.

خو وړاندې راغلي چې دا اداره به ژر په افغانستان کې خپلې هغې اډې له لاسه ورکړي چې ورڅخه‌یې نظامي مأموریتونه او د بې‌پیلوټه الوتکو بریدونه ترسره کول.

لیکوال د سې‌ای‌اې د کارپوهانو له قوله خبرداری ورکوي چې د طالبانو د بیا واکمنېدو زیاتېدونکی خطر شته.

د امریکا د ولسمشر جو بایډڼ د پرېکړې له مخکې ټاکل شوې ده چې د سپټمبر تر ۱۱مې نېټې ټول امریکايي ځواکونه له افغانستان څخه ووځي.

نیویارک ټایمز ورځپاڼه لیکي، د سي‌ای‌اې یو هدف په افغانستان کې د خپلو اډو له موجودیت څخه په ګټې د بې‌پیلوټه الوتکو په مټ په پاکستاني وسله‌والو بریدونه وو.

وړاندې د هغو کسانو له قوله چې له یوې ارزونې خبر دي راغلي چې په افغانستان کې د سي‌ای‌اې او د امریکا د پوځ وروستي راپورونه ډېر بدبینانه وو. ځکه په دې راپورونو کې اشاره شوې چې طالبان او نورې وسله‌والې ډلې د افغانستان په جنوب او ختیځ کې برلاسې دي او ښايي کابل په څو راتلونکو کلونو کې د طالب وسله‌والو لاس ته ولوېږي چې په پایله کې به‌یې بیا لوېدیځ له افغانستان څخه د بریدونو هدف وګرځي.

خو افغان چارواکو په ټینګار ویلي چې د شته مشکلاتو سربېره افغان ځواکونه د خپل هېواد د دفاع توان لري.

  • واشنګټن پوسټ

واشنګټن پوسټ ورځپاڼې په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو پر قوماندان سکاټ مېلر تمرکز کړی او لیکي، نوموړي کلونه د افغانستان جګړه کې تېر کړي او اوس له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو د ایستلو مسؤلیت لري.

د ورځپاڼې په وینا جنرال مېلر او نورو پوځي قوماندانانو د امریکا د پخواني ولسمشر ډونالد ټرمپ له ادارې غوښتي و چې څو زره امریکايي سرتېري افغانستان کې وساتي څو د ترورېستي ډلو له ګواښ سره مبارزه وکړي.

لیکنه وړاندې وايي چې لوړپوړو امریکايي پوځیانو ورته غوښتنه د امریکا له اوسني ولسمشر جو بایډن څخه هم کړې وه، خو واشنګټن پوسټ لیکي چې د ټرمپ او بایډن ادارو له دې ټکي سره مخالفت وکړ او ژمنه‌یې وکړه چې افغانستان کې به د امریکا اوږده جګړه پای ته ورسوي.

پنټاګون په وار وار ویلي چې د افغانستان جګړه له نظامي لارې بري ته نه‌رسېږي.

ورځپاڼه لیکي د امریکا متحده ایالاتو په افغانستان کې ۲،۴۰۰ سرتېري وبایلل او دې جګړې ورته ۲ ټریلیونه لګښت درلود.

لسګونه امریکايي جنرالانو د متحده ایالاتو د څلورو ولسمشرانو د واک په دورو کې په افغانستان کې د قوماندانانو په توګه دنده ترسره کړې ده، خو واشنګټن پوسټ لیکي چې ښايي سکاټ مېلر افغانستان کې وروستی امریکايي قوماندان وي.