ننګرهار کې د یوې لويې چاودنې مخه ونیول شوه

د افغانستان ملي امنیت عمومي ریاست له لوري د هغې مازدا موټر خپره شوې وېډیو چې ۱۳،۰۰۰ کیلو ګرامه چاودېدونکي توکي په‌کې ځای پر ځای شوي و.

د افغانستان د ملي امنیت عمومي ریاست وايي چې په ننګرهار ولایت کې يې د یوې لويې چاودنې مخه نیولې ده.

د دې ریاست له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي دي چې وسله‌والو طالبانو په یوه مازدا موټر کې ۱۳،۰۰۰ کیلو ګرامه چاودېدونکي توکي ځای پر ځای کړي و او غوښتل‌يې له لوګره‌يې ننګرهار ته انتقال او هلته چاودنه ورکړي چې د ملي امنیت د ځانګړو ځواکونو له لوري ونیول شول.

په اعلامیه کې که څه هم دا نه‌دي ویل شوي چې نیول شوي چاودېدونکي مواد کوم ډول دي، خو ویلي دي چې که چېرې له چاوېدونکو موادو بار دغه موټر خپل هدف ته رسېدلای وی، نو د چاودنې په صورت کې تر ۱۳ زره مترو پورې تخریبي وړانګې خپرېدې چې زیات شمېر ودانیو او خلکو ته به‌يې زیان اړولای وی.

وسله‌والو طالبانو لا تر دې دمه په دې اړه څه نه‌دي ویلي.

ملي امنیت په داسې حال کې د دغه چاودېدونکو موادو د نیولو خبر ورکوي چې په وروستیو کې د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې جنګ جګړو او د وسله‌والو طالبانو موټر بم حملو زور اخیستی دی.