چارواکي: د ننګرهار سره رود ولسوالۍ کې د طالبانو د سرې قطعې ۱۰ غړي ووژل شول

ارشیف، ننګرهار کې د افغان ځواکونو عملیات

د ننګرهار ولایت مطبوعاتي دفتر وايي، په سره رود ولسوالۍ کې د طالبانو د سرې قطعې ۱۰ غړي په پوځي عملیاتو کې وژل شوي دي.

دغه دفتر پرون ماښام په یوه اعلامیه کې وویل، په دغو عملیاتو کې ۴ نور وسله‌وال طالبان ټپیان شوي دي.

بل‌خوا ۲۰۳ تندر قول اردو وايي چې تېر ماښام په لوګر ولایت کې ۵ وسله‌وال طالبان وژل شوي دي.

دې قول اردو په یوه اعلامیه کې ویلي دا وسله‌وال طالبان د مرکز پل علم په کلنګار سیمه کې په هدفي برید کې داسې وخت وژل شوي چې غوښتل‌یې په غلچکي برید سره خلک وځوروي.

طالبانو په دې باب څه نه‌دي ویلي، خو د دې ډلې یوه ویاند ذبیح‌الله مجاهد په ټویټر کې لیکلي چې پرون او تېره شپه په لغمان او تخار کې د دوی په حملو کې ځیني سرتېري وژل شوي دي.

افغان چارواکو دغه ادعا نه‌ده تأیید کړې.

د جګړې ښکېل لوري زیات وخت یوه او بل ته د تلفاتو اړولو ادعا کوي.