د افغانستان وتلی کمېډین ابراهیم عابد ټپي شوی

د افغانستان یو وتلی کمېډین ابراهیم عابد

د افغانستان یو وتلی کمېډین ابراهیم عابد په یوه ټرافیکي پېښه کې ټپي شوی دی.

د عابد نږدې همکارانو او ملګرو پرون یکشنبه دا خبر په خواله رسنیو خپور کړی.

د ابراهیم عابد یوه پخواني همکار او ملګري کمېډین نبي روشن په خپل یوټیوب چینل کې ویلي چې عابد د کابل په چراغ روغتون کې بستري دی.

ښاغلی روشن زیاتوي: "عابد صاحب چې له موټر ښکته شوی یو موټرسایکل په ډېر چټکۍ راغلی او دا پېښه شوې ده. د پېښو اداره باید اوس معلومه کړي چې دا پېښه څه ډول وه ایا د پېښې عامل ته چا ویلي و که څنګه. د چراغ روغتون ادارې موږ ته ډاډ راکړی چې د عابد روغتیايي وضعه ښه ده."

ابراهیم عابد له څو کلونو په طلوع خصوصي ټلوېزیون کې کمېډي خپرونې جوړوي.