هاګ محکمه د ملادیچ په اړه پرېکړه را روانه سې شنبه اعلانوي

د بوسنیا د صرب پخوانی پوځي مشر راتکو ملادیچ 

په پام کې ده په هاګ کې د ملګرو ملتونو محکمه د بوسنیا د صرب د پخواني پوځي مشر راتکو ملادیچ په باب خپل نهايي حکم را روانه سې شنبه اعلان کړي.

ملادیچ په ۲۰۱۷میلادي کال کې د نسل وژنې، د بشر ضد جنایتونو او جنګي جرمونو له کبله خپل محکومېدل او د عمري بند سزا چنلج کړي وو.

دغه جرمونه له ۱۹۹۲څخه تر ۱۹۹۵میلادي کاله پورې د بوسنیا هرزګوینا د جګړې پر مهال شوي دي.

په دغو جرمونو کې د بوسنیا د صرب ځواکونو له خوا د ۱۹۹۵میلادي کال په نیمايي کې د بوسنیا د ختیځ په سربرنیڅا ښارګوټي کې د شااو خوا ۸۰۰۰ مسلمان نارینه وو او هلکانو وژل هم شامل دي.

تمه کېږي چې اته اویا کلن ملادیچ محکمې ته حاضر کړای شي، خو ده مخکې د غرب پر خلاف له غوسې ډک عکس العمل ښوولی و او قاضیان یې په درواغو ویلو تورن کړي وو.