ملي امنیت: کندز کې د بېلابېلو جرمونو په تور ۱۰ تنه نیول شوي

ارشیف، عکس تزئيني بڼه لري

د افغانستان د ملي امنیت عمومي ریاست وایي چې په کندز کې یې د بېلابېلو جرمونو په تور لس تنه نیولي دي.

د دغه ریاست له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي دي چې نیول شوېو کسانو د حکومتي مامورینو په ترور، د سوداګرو او ماشومانو په برمته کولو او دا شان وسله والو غلاوو کې لاس درلود.

اعلامیه وایي، یاد کسان له څه مودې راهیسي د ملي امنیت د ځانګړو ځواکونو تر څار لاندې وو چې بلاخره ټول د یو شمېر وسلو سره ژوندي ونیول شول.