د یمن حوثي یاغیانو د سعودي پر 'خمیس مشیط' پوځي اډې برید کړی

ارشیف، عکس تزئیني بڼه لري

د یمن حوثي یاغیانو چې ایران یې ملاتړ کوي، د سعودي عربستان په جنوب کې پر خمیس مشیط پوځي اډې د بې پېلوټه الوتکې په واسطه حمله کړې ده.

دا خبره د حوثي یاغیانو یوه ویاند نن په ټویټر کې کړې او ادعا لري چې حمله بریالۍ وه، خو د سعودي عربستان په مشرۍ پوځي ائتلاف وايي، د دې الوتکې مخه یې نیولې او ویشتلې یې ده.

تردې څو ساعته مخکې د یمن چارواکو ویلي وو چې د دولت تر ولکې لاندې مارب ښار کې د حوثي یاغیانو له خوا په ویشتل شوي بالستیک توغندي لږ تر لږه ۱۷ کسان وژلي او ۵ نور ټپیان کړي دي.

توغندي د مارب ښار په روضه سیمه کې د تېلو یو ټانک په نښه کړی و.

د یمن د اطلاعاتو وزیر، معمر الإرياني ویلي په دې حمله کې مړه او ټپیان ملکیان دي.