افغانستان او ترکمنستان د رېل پټلۍ د پروژې پر ګړندي کېدو هوکړه وکړه

د افغانستان او ترکمنستان چارواکي

افغانستان او ترکمنستان د هرات- تورغونډۍ د رېل پټلۍ پروژې د چارو پر ګړندۍ کېدو موافقه وکړه.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر نن یکشنبه (د غبرګولي ۱۶مه) په هرات ولایت کې له خپل ترکمنستاني سیال رشید میردوف سره د دې رېللارې پر اهمیت خبرې وکړې.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت نن په یوه اعلامیه کې وویل، دواړه لوریو په دې برخه کې د عملي اقداماتو غوښتنه وکړه.

د هرات- تورغونډۍ د رېللارې د سروې او ډیزاین موافقه دوه کاله مخکې هرات ته د ترکمنستان د بهرنیو چارو د وزیر د سفر پر مهال لاسلیک شوی و.