د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي، د افغان مېرمنو د لاسي صنایعو درې ورځني نندارتون تېره ورځ په ازبېکستان کې پرانیستل شو.
د دغه وزارت ویاند فواد احمدي ازادي راډيو ته وویل چې دغه نندارتون د کار نړیوال سازمان 'ILO' په مالي ملاتړ او د بلخ ولایت د صنعت او سوداګرۍ ریاست په همغږۍ په تاشکند کې جوړ شوی دی.
د نوموړي په وینا په یاد نندارتون کې د افغانستان متشبثو او سوداګرو مېرمنو خپل لاسي صنایع او تولیداتي محصولات په څلورو بېلابېلو غرفو کې نندارې ته ايښي دي.
ښاغلی احمدي وايي، په دې نندارتون کې د افغان متشبثو مېرمنو او ازبیک سوداګرو ترمنځ اته سوداګریز تړونونه لاسلیک شول.
له دې وړاندې هم په ځینو هېوادونو کې د افغان مېرمنو لاسي صنایعو ته د بازار موندنې په موخه ورته نندارتونونه جوړ شوي دي.