ایران کې کاندیدانو د روحاني د حکومت پر اقتصادي پالیسۍ نیوکې وکړې

ارشیف، عکس تزئیني بڼه لري

د ایران د ولسمشرۍ د انتخاباتو د اوو کاندیدانو ترمنځ په لومړنۍ مناظره کې محافظه کارو کاندیدانو د حسن روحاني د حکومت پر اقتصادي پالیسۍ نیوکې وکړې.

ډېرو سیاسي ډلو او د ایران د اسلامي جمهوریت مخالفانو او منتقدانو دا انتخابات بایکاټ کړي دي.

په پرونۍ مناظره کې حکومت ته نژدې دوو اصلاح غوښتونکو کاندیدانو؛ د ایران د مرکزي بانک پخواني رييس عبدالناصر همتي او د ایران د بدني روزنې پخواني ريیس محسن مهر علیزاده هم ګډون درلود.

دوی دوو د مناظرې په لړ کې د محافظه کارو پر کاندید ابراهیم رييسي نیوکې کولې.

رييسي د ایران د قضاییه قوې ريیس دی او سره له دې چې ځان یې د ولسمشرۍ انتخاباتو ته کاندید کړی، له دندې یې استعفا نه ده کړې.

عبدالناصر همتي د محافظه کارو څلور نور کاندیدان په ښاغلي رييسي پسې روان کاندیدان وبلل.

ده غوښتنه وکړه چې رييسي دې ژمنه وکړي چې له انتخاباتو وروسته به یې قضا ته نه احضاروي، خو ريیسي پر همتي تور لګاوه چې د مرکزي بانک د ريیس په توګه یې اقدامات د ایران د اوسنیو اقتصادي شرایطو سبب شوي دي.