هشت صبح: افغان دولت هوايي میاشت کې تایید کړه چې د کرونا ۳مه څپه داخله شوې

کابل چاپ ورځپاڼې

کابل چاپ نننیو ورځپاڼو د نورو مطالبو ترڅنګ، د کرونا د درېیمي څپې، د پاکستان د لومړي وزیر وروستیو څرګندونو او د جګړې د زیاتېدو په اړه لیکنې او تبصرې کړي دي.

  • هشت صبح

هشت صبح لیکلي، دولت په هوايي میاشت کې تایید کړه چې د کرونا درېیمه څپه افغانستان ته داخله شوې او هره ورځ زرګونه کسان په دې ناروغه اخته کېږي چې له امله یې ورځ تر بلې د مړینې کچه هم لوړېږي.

په سرمقاله کې راغلي، که څه هم په دې برخه کې طبي سپارښتنه شوې، خو له بده مرغه خلک سپارښتنو ته جدي پام نه کوي او دا ناوړه ناروغي جدي نه ګڼي.

لیکوال د نورې نړۍ امکانات له افغانستان سره پرتله کړي او لیکي، له کرونا سره د مبارزې لپاره د دولت امکانات کم دي.

لیکوال زیاتوي، له بده مرغه دولت له کرونا سره د مبارزې د بودجې په مدیریت کې ضعیف عمل وکړ او په دې بودجه کې اوس هم فساد نه دی ورک شوی.

په سرمقاله کې یادونه شوې، د ناروغانو لپاره د بستر، اکسیجن او د روغتیايي پرسونل کمښت هغه ستونزه ده چې د کرونا له لومړۍ څپې راهیسې افغانستان ورسره لاس او ګرېوان دی.

  • ملي ارمان

ملي ارمان ورځپاڼې بیا له رویټرز اژانس سره د پاکستان د لومړي وزیر د وروستۍ مرکې په اړه لیکنه او تبصره کړې.

په دې مرکه کې عمران خان ویلي، په افغانستان کې له یوې سیاسي هوکړې ملاتړ کوي، څو له افغانستان له یوې خطر ناکې کورنۍ جګړې وژغورل شي.

عمران خان په دې مرکه کې ویلي، پاکستان د افغانستان د سیاسي عمق په لټه کې نه دی او یو سوله‌ییزه افغانستان د پاکستان په ګټه دی.

د سرمقالې د لیکوال په اند، د پاکستاني پوځي چارواکي د افغانستان په برخلیک کې ټاکوونکی رول لري چې ان د افغانستان د سولې او جګړې سرنوشت هم ټاکي.

د لیکوال د معلوماتو له مخې، تر اوسه هېڅ نه دي لیدل شوي چې پاکستاني پوځیانو د افغانستان له سولې څرګند ملاتړ کړی وي.

د سرمقالې په پای کې راغلي، اوس چې د پاکستان لومړی وزیر په افغانستان کې د پراخ بنسټه حکومت په اړه څرګندونې کوي، خو معلومه نه ده چې عمران خان د پاکستان له پوځیانو سره په دې اړه سلا مشوره کړې که‌نه؟

  • مسیر

مسیر ورځپاڼې بیا لیکلي، د سولې پروسې له پڅ بهیر سره هم‌ مهاله د هېواد په نږدې ټولو ولایتونو کې سختې جګړې روانې دي چې هره ورځ په‌کې د جګړې پر ښکېلو غاړو سربېره، ګڼو ملکي افغانانو ته هم زیانونه اوړي.

په سرمقاله کې راغلي، په ولایتونو کې پر مخامخ جګړو او نښتو سربېره، په پلازمېنه کابل او نورو لویو ښارونو کې د هدفي وژنو خونړۍ او مبهمه لړۍ هم روانه ده چې په ښکاره توګه یې څوک مسوولیت نه مني، خو دیني عالمان، ژورنالیستان، د پوهنتون استادان، د حکومت ملکي او نظامي مامورین او دغه راز سیاسي او مخور شخصیتونه په‌کې په نښه کېږي.

د سرمقالې په پای کې راغلي، په ټوله کې روان وضعیت د هېچا په ګټه نه دی، اوس موږ د جګړې د اوږېدېدو پر ځای د جګړې پای ته رسېدو او د سولې یوه معقول تفاهم ته اړتیا لرو، داسې تفاهم چې ټول لوري په‌کې خپل ځانونه او حقونه خوندي حس کړي.