خلیلزاد او ورسره پلاوي کابل، دوحې او د سیمې هېوادونو ته سفر پیل کړی

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د متحدو ایالاتونو ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د متحدو ایالاتونو ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد او ورسره پلاوي یې د جون له څلورمې کابل، دوحې او د سیمې هېوادونو ته سفر پیل کړی دی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزرات د خبرپاڼې له مخې دغه پلاوی به چې د امریکا د ملي امنیت، دفاع وزارت او د USAID چارواکي هم په کې شامل دي، په کابل کې د افغانستان د دولت له چارواکو، له یو شمېر سیاستوالو او د ښځو په ګډون د مدني ټولنې له استازیو سره لیدنې کتنې ترسره کړي او د سولې په اړه به د هغوی نظرونه واوري.

د خبرپاڼې له مخې دغه پلاوی به د افغانستان د پرمختیا او د جګړې د پای ته رسیدو لپاره له یوه سیاسي توافق څخه د متحدو ایالتونو پرکلک ملاتړټینګاروکړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وایي، زلمی خلیلزاد به په دوحه کې دواړه لوري وهڅوي چې یوه سیاسي توافق ته په رسیدو کې چې د دو لسیزو لاس ته وړنې په کې خوندي شوې وي، پرمختګونو ته دوام ورکړي.

خلیلزاد به دغه راز د سیمې د هېوادونو له مشرانو سره په کتنو کې د افغانستان د سولې د بهیر او په سیمه کې د هغو فرصتونو د زیاتوالي په اړه چې سوله یې د سوداګرۍ او پرمختیا په برخو کې رامنځ ته کولای شي، پر لارو چارو خبرې وکړي.